د جمهور رييس د فوق العاده استازي: په ښه توګه د ترانس _ هندوکش د پيوستون د سړک د پروژې د تطبيق لپاره بايدمسلکي کسان په کار وګومارل شي

Typography

د ترانس – هندوکش د پيوستون د پروژې د مشرتابه هيئت غونډه د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ جوړه شوه .

د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې  غونډه کې د فوايد عامې وزير محمود بليغ  د ترانس- هندوکش د پيوستون د پروژې د کار د پرمختګ په باب د جمهور رييس فوق العاده استازي ته مفصل رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د ژوندانه د چاپيريال او ټولنيزو برخو، تصفيې او استملاک او د هغې انجنيرى د کارونو په برخه کې د پروژې د لومړيو او دويمو برخوکار بشپړ شوى دى او وروستۍ برخې د نړيوال بانک په کتنې او د املاکو تصفيه د کابينې د غونډې منظورى ته ليږل شوى دى.
بليغ  زياته کړه چې له ټاکلي مهال ويش سره سم پروژه به تر اووکلونو پورې د آسيا د پرمختيا بانک ددوه سوه پنځوسو مليونو ډالرو په مرسته بشپړه شي .
  د فوايد عامې وزير دغه راز د سالنګ د لوى لارې له جبل السراج څخه ترخنجان پورې د ٨٦ کيلومتره سړک د ترميمولو د پروژې رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د کمپنۍ د استخدام بهير د مطالعه کولو لپاره يې پيل شوى دى.
محمود بليغ  د سالنګ د نوى تونل د جوړولو په برخه کې هم وويل چې د دولسو کيلومترو په اوږدوالي د نوي تونل د مطالعې او ډيزاين  لپاره د کمپنۍ  استخدام پيل شوى دى او په راتلوونکو دريو کلونوکې به پاى ته ورسيږي .
  په دې غونډه کې د ځمکې د خپلواکې ادارې مرستيال محمد عالم اراده  وړانديز وکړ: هغه تګلورى چې تاکل شوې ده کار يې په راتلوونکي کال کې پيل شي؛ بايد د تصفيې او استملاک لپاره په ډير لنډ ممکن وخت کې د ځمکې ادارې ته وليږل شي.
د جمهور رييس فوق العاده استازي د رپوټ د اوريدو او هېوادوالو ته د دغې پروژې د تطبيق په اهميت باندې په ټينګار سره وويل چې په ښه توګه د دغې پروژې د تطبيق لپاره بايدمسلکي کسان په کار وګومارل شي.
دغه راز د جمهور رييس فوق العاده استازي ټينګار وکړ چې د کارکوونکو په استخدام کې دې بايد شفافيت او وړتيا په پام کې ونيول شي .