یوناما په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دویم جومات برید کې د ملکیانو وژنه غندي

Typography

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په بلخ ولایت کې نن ماسپښین په یوه جومات شوی برید غندي، چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۰ ملکیان ووژل شول او څه باندې ۳۶ نور ټپیان شول. دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې په جومات کې دویم برید دی، چې د عاشورا د مراسمو د لمانځنې لپاره په راغونډو شویو مسلمانانو ترسره کیږي.

چاودنه دافغانستان په شمال د بلخ ولسوالۍ د خواجه غلک په سیمه کې یوه جومات ته د ننوتو په دروازه کې ترسره شوه.
په کابل کې د سه شنبې د شپې د برید د وژل شویو شمیر۱۹ ته ورسید او ټپیان یې له ۵۰ واوښتل. دغلته یوه بریدکونکي په جومات او زیارت کې راټولو شویو شیعیه عبادت کونکو باندې ډزې وکړې. اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې نن په انلاین یوې خپرې شوې اعلامیې کې دکابل د برید د ترسره کولو مسوولیت ومانه، خو تراوسه پورې هیڅ غاړې د مزارشریف د برید مسولیت نه دی منلی.
سږکال په کابل کې د جولای په ۲۳ نیټه پرلاریون د برید مسوولیت هم داعش په غاړه واخیست، چې په ترڅ کې یې ۸۵ تنه ووژل شول او تر۴۰۰ ډیرنور ټپیان شول. د هغې پیښې نژدې ټول قربانیان د شیعیه هزاره توکم اړوند وګړي وو. له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې ملګري ملتونه ه ډول بریدونه ثبتوي دا ترټولو خونړۍ پیښه او برید وو.
نړیوال بشري قانون د عبادت ځایونو په ګډون پرملکیانواو ملکي شتمنیو هرډول قصدي برید منع کوي او له ټولو غاړو غواړي، چې د مذهبي کړنود ترسره کولوپه برخه کې خپل مکلفیت ترسره کړي. نړیوال بشري قانون دا ډول پرخلکو او هغو ځایونو بریدونه منع کوي، چې د خلکو فرهنګي او معنوي میراث جوړوي.
یوناما د زړه له تله د پیښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته بیړنۍ روغتیا غواړي.