د افغان هوايي ځواکونو پر روزنې او سمبالتیا د ناټو ټینګار

Typography

د ناټو پوځي ښوونکي وايي په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره افغان هوايي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

دغه ښوونکي زیاتوي چې له هوا څخه د ځمکې پر مخ موخه پیلوټانو ته متفاوته ښکاري او له همدې امله که‎چېرې حدي دقت ونه شي بریدونه پر نامالومو موخې ترسره کېږي.
امریکايي روزونکي انډي حانسن په دې اړه وویل:«همدا چې الوتکه د موخې سیمې ته رسېږي تاسو د هدف په نښه کولو لپاره لوړه وړتیا لرئ. کله چې تاسو په هوا کې یاست او د ځمکې تصویر چې ګورئ د هغه څه په پرته ډېر توپیر لري چې په ځمکه کې یې وینئ. له دې امله د پیلوټ له سترګو سره ستاسو د خبرو وړتیا ډېره مهمه ده.»
اوس‎مهال د افغانستان د هوايي ځواک کابو ۶۰ تنه افسران په کابل کې له پوځي ښوونکو زده کړې کوي.
ناټو وايي چې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مارچ تر میاشتې به د دغو ځواکونو شمېر ۱۰۰ تنو ته ورسوي.
همدا افسران دي چې له پیلوټانو سره مرسته کوي ترڅو خپلې موخې په دقیقه توګه په نښه کړي.
د افغانستان د ملي پوځ د هوايي تکتیک اداره کوونکی محمد کریم وايي:«موږ کولای شو د دښمن او خپل همغږي واخلو، ترڅو ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي او د غلطو هدفونو په نښه کېدو څخه مخنیوی وشي.»
د دې ترڅنګ چې د افغانستان پوځ یوسل او څلویښت بېلابېل ډوله الوتکې لري خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې دا الوتکې بسنه نه کوي باید ناټو ډیرې الوتکې افغان پوځ ته په واک کې ورکړي.