دسوک وهلو انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

Typography

دسوک وهلو  دملي ټيم انتخاباتي سيالۍ نن دمحمد علي کلي  په نامه په کابل کې پيل شوې .

ددغوسياليو موخه  ددغې څانګې دځوانانو او لويانو ملي ټيمونو ته دغوره څيرو  انتخاب بلل شوې دي .
په دغوسياليو کې دهېواد له مرکز او له درې ويشتو ولايتونو څخه درې سوه نولس سوک وهونکي ګډون لري چې له نهه څلويښتو کيلوګرامو څخه تر يو نوي کيلوګرامو پورې په لسو وزني کته ګوريو کې داوو ورځو لپاره دبدني روزنې  او سپورت  رياست په جمنازيوم کې  لوبې کوي .
دبدني روزنې او سپورت رياست دخپرونو غړي مجيب  قاري  زاده دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغوسياليو په پاى کې اته څلويښت  غوره څيرې دځوانانو او لويانو ملي ټيمونو ته انتخابيږي .
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې دولايتونو د ورزشکارانو په ګډون سربيره دکابل ولايت دپغمان او بګراميو دولسواليو دکوهدامن  دسيمو او کوچي ورزشکاران او دلوړو زده کړو او پوهنې  دوزارتونو ، ملي اردو ، دملي امنيت او دملي پوليسو  ورزشکاران هم  برخه لري .