څه باندې دوه سوه افغان ځوانانو په کابل کې د یوه دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د نړیوالې ډیپلماسۍ په اړه روزنه او معلومات تر لاسه کړل

Typography

څه باندې دوه سوه افغان ځوانانو په پلازمینه کابل کې د یوه دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د نړیوالې ډیپلماسۍ په اړه روزنه او معلومات تر لاسه کړل.

په دې غونډه کې د ښځو چارو وزارت مرستیال وزیرې سپوږمۍ وردګ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې پرنیلاکاردیل او په افغانستان کې د اروپا ټولنې مرستیال جورج کنهګم ګډون کړی و.
د (کابل ماډل یونایتید نیشن) په نامه جوړه شوې دغه غونډه په حقیقت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او امنیت شورا ته ورته ده، چې په ترڅ کې یې ځوانانو ته د دغه سازمان د دندو په اړه یو روښانه تصویر وړاندې کوي.