ناټو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او یوناما په کابل کې برید وغندل

Typography

د ناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان، دملګرو ملتونو امنیت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي پلاوی یا یوناما د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر باقرالعلومو جومات برید وغنده او یې ویل چې په دې پېښه کې ۳۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.


natoد ناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان، دملګرو ملتونو امنیت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي پلاوی یا یوناما د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر باقرالعلومو جومات برید وغنده او یې ویل چې په دې پېښه کې ۳۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.
د دي ماموریت قوماندان جان نکلسون وویل: "د غوڅ ملاتړ په استازیتوب، د نن ورځې دبرید دقربانیانو کورنیوته تسلیت او غم شریکی وړاندې کوو. موږ به د یو سوله ییز، باثباته افغانستان، د خوندي کولو سره د خپلو افغانو ملګرو ملاتړ او هر ممکنه کار ته دوام ورکړو."
یوه ځانمرګي برید کونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته د جومات په دننه کې چاودنه ورکړه، چې په نتیجه کې یې د هیواد مذهبي ټولنې عبادت کونکي ټپیان او ووژل شول.
برید کونکي په قصدي ډول ملکي وګړي په خاص ډول د هغو عبادت کونکو یوه لویه ډله په نښه کړه، چې د عاشورا د څلویښتمې (اربعین) د یاد دمراسمو لپاره په جومات کې راغونډ شوي وو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي دځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې، میرمن پارنیل کارډیل وویل: ”په عبادت کونکو دا ویرونکی برید یو بیرحمانه عمل دی.“ هغې همدارنګه وویل: ”یوناما د تندلارو لخوا ددغه وروستۍ هڅې په اړه خپله ژوره کرکه په ډاګه کوي، چې موخه یې په افغانستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي خپرول دي. مذهبي او قومي زغم هغه ارزښتونه دي، چې افغانان یې پیاوړي ساتلي دي او زه پرافغان چارواکو غږ کوم، چې د هر باور لرونکي افغان د خوندیتوب لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. “unama
نړیوال بشري قوانین د عبادت ځایونو په ګډون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو، هر ډول قصدي برید منع کوي او له ټولو غاړو غواړي، چې دمذهبي کړنو د ترسره کولو په برخه کې خپل مکلفیت ترسره کړي. نړیوال بشري قوانین دا ډول پر خلکو او هغو ځایونو بریدونه منع کوي، چې دخلکو فرهنګي او معنوي میراث جوړوي .
یوناما د خبرپاڼې په خپرولو سره وویل:«بریدکوونکي په روښانه توګه په جومات کې ملکي کسان په نښه کړل چې ډېر شمېر کسان سره راټول شوي وو تر څو د اربعینو مراسمو ولمانځي.