د ناټو له ملکي استازي سره د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ، تیره روځ افغانستان لپاره د ناټو ملکی استازی اسماعیل اراماز سره لېدنه او خبرې وکړې.

پدې کتنه کې اراماز د ناتو سرمنشی له خوا رسمي بلنلیک د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ګډون لپاره ،چې ټاکل شوې ده د راتلونکې اونۍ په وروستیو کې په بروکسل کې دایره شي، ده ته وړاندې کړ.
د بهرنیو چارو وزیر هم  نوموړی ناسته د افغانستان اسلامی جمهوریت لپاره مهم وباله او په هغه اجلاس کې ېې ګډون لپاره له خپل چمتوالي او په بیلابیلو برخو کې د افغانستان دولت د لاس ته راوړنو له ګزارش ورکولو  خبر ورکړ.
وېېل کیږي چې، ټاکل شوې ده د ډسمبر په ۷ مه د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په بروکسل کې دایره شي. چې د دی اجلاس په یوه ناسته کې به د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ، هغه پرمختګونه چې په وارسا کې د ناټو د سرمشرانو له ناستې وروسته افغانستان کې رامنځ ته شوي دي او همدغه راز  هغه ګامونه چې د دې ماموریت د لومړیتوبونو په  پام کې نیولو سره باید واخیستل شي تر بحث او ارزونې لاندې ونیسي.