د افغانستان دولت او بشري حقونو د ډیالوګ تعقیبي غونډه

Typography

د بشري حقونو د ډیالوګ تعقیبي غونډه تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست او اروپاي ټولني په همکاري د افغانستان دولت او په افغانستان کې د اروپاي ټولنې د استازو ترمنځ په کابل کې د اروپاي ټولنې په دفتر کې ترسره شوه.

دغه غونډه کې د دولتي بنسټونو استازو، د اړوندو وزارتونو سلاکارانو، د امنتیتي ارګانونو استازو، د بشري حقونو مستقل کمیسیون استازي، د اروپاي ټولنې او اړوندو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
په سر کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د دایر شوي ډیالوګ په موخو او اهمیت خبري وکړي او د بشري حقونو ډیالوګ ترسره کول يي د پرمختګونو او هغو خنډونو چي په افغانستان کې د بشري حقونو اساساتو د عامولو او خپرولو د ځنډ لامل ګرځي، د ارزونې لپاره یو مناسب فرصت وباله.
دوی د ملګرو ملتونو د نظارت میکانیزم ته راپور ورکول د افغانستان دولت له مهمو ژمنو څخه وګاڼه او د بشري حقونو د ارزښتونو د درناوي لپاره يي د بروکسل په غونډه کې د افغانستان دولت ژمنه مهمه وګڼله او پدې برخه کې يي د افغانستان حکومت د ګټورو اقداماتو څخه یادونه وکړه.
د غونډې په دوام کې، افغانستان لپاره د اروپاي ټولنې د هیآت رئیس ښاغلي فرانز مایکل میلبن په افغانستان کې د بشري حقونو د بنسټیزه کولو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د حقونو ملاتړ په برخه کې د بشري حقونو ډیالوګونو ترسره کول یو مثبت ګام وګاڼه.
په پای کې، د دولت استازو د بشري حقونو د ډیالوګ فعالیتونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه چی د روان کال د جون په لومړۍ پرې هوکړه شوي وه، مالومات وړاندي کړل.