د یوه لنډ فلم (ماری مادر) ډایرکټر، په کابل کې د دې فلم له لیدونکو سره د خپل کار په اړه خبرې وکړې

Typography

په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د فعالیتونو د یوې برخې په توګه، د یوه لنډ فلم (ماری مادر) ډایرکټر، په کابل کې د دې فلم له لیدونکو سره د خپل کار په اړه خبرې وکړې.

په دري ژبه د دې جوړشوي فلم ډایرکټر، صدام واحدي د رویا فلم د تولید څانګې د مدیر، عزیز دلدار سره یو ځای د دې فلم د نمایش په غونډه کې ګډون درلود چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له خوا جوړه شوې وه.
یاد ۱۹ دقیقه یي فلم د ماري په نوم د یوې ښځې کیسه بیانوي چې د افغانستان په یوه لرې پروت کلي کې له خپلو دوه لورګانو سره ژوند کوي. یوه ورځ ماري د کندز ولایت د سقوط خبر اوري چې یواځینی زوی یې هلته له پوځ سره دنده تر سره کوي. کله چې له پوځي چارواکو څخه د خپل زوی په اړه معلومات نه تر لاسه کوي، نو پریکړه کوي چې کندز ښار ته سفر وکړي او دخپل زوی په اړه معلومات تر لاسه کړي.