23
الثلاثاء, تموز

مالیې وزیر په افغانستان کې د ګمرکونو نړیوالې ادارې (WCO) د پروګرامونو له رئیس سره وکتل

Typography

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د قوس په ۲۴ مه (دسمبر ۱۴ مه) د خپل دفتر کې د ګمرکونو نړیوالې ادارې د پروګرامونو له رئیس ښاغلي  نتهان تایلور سره وکتل او له هغه سره یې د افغانستان په ګمرکونو کې د شویو پرمختګونو، اصلاحاتو، ظرفیت جوړولو او تخنیکي مرستو بحث او خبرې وکړې.

د مالیې وزیر د افغانستان په ګمرکونو کې د ګمرکونو نړیوالې ادارې له خوا د شوې ارزیابۍ او یو شمیر سپارښتنو څخه مننه وکړه او هغه ته یې د افغانستان په ګمرکونو کې د یو لړ اصلاحاتو او لاسته راوړنو ترڅنګ د مالیاتو او ګمرکونو اکاډمۍ د پرانیستې په اړه هم معلومات ورکړل. ده زیاته کړه چې د ګمرکونو نړیوالې ادارې په مرسته به زموږ د مالیاتو او ګمرکونو اکاډمي وکولی شي چې د استخدام او ظرفیت لوړولو په یو مهم مرکز بدله شي.
مالیې وزیر د ګمرکونو نړیوالې ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د ګمرکونو په معیاري کولو کې مرسته وکړي ترڅو زموږ ګمرکونه په نړیوالو معیارونو برابر او خلکو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې ګټور تمام شي. ده همدا راز د ګمرکونو نړیوالې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانانو د ګمارنې غوښتنه هم وکړه.
د ګمرکونو نړیوالې ادارې د پروګرامونو رئیس د افغانستان له ګمرکونو سره په تخنیکی، فزیکي او ظرفیت لوړولو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ.
افغانستان په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د ګمرکونو نړیوالې ادارې غړیتوب ترلاسه کړی او د هغې له تخنیکي مرستو څخه ګټه اخلي.