20
الأحد, تشرين1

په کابل ښار کې د خونړیو بریدونو مخه ونیول شوه

Typography

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي، په کابل ښار کې د خونړیو بریدونو مخه نیول شوی.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کې لیکلي چي “د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د کابل ولایت په اوومه ناحیه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د ترهګرو یو پټن ځای چې پکې ځانمرګي واسکټونه، مقناطیسي ماینونه او د سپکو وسلو مهمات ساتل کېدل کشف او ترلاسه کړي دي. “
د ملي امنیت ریاست په وینا په له هغه پټن ځای څخه چاودنې ته چمتو درې ځانمرګي واسکټونه، ۶ مقناطیسي ماینونه،  په یو بکس کې ځای پر ځای شوی لاس جوړی ماین، ۶ د مبایل سېټونه چې په چاودنو کې د ګټنې په موخه چمتو شوي وو، ۶ لاسي بمونه د هغو له فیوزونو سره،  په تور او سپین رنګونو د چاودېدونکو توکو ۱۵ بستې، ۵۰ متره ثانیه سوزېدونکې فلیته، دوه رېموټونه او د رېموټونو اته تختونه، د چاودنو دوه عدده سوچونه، ۱۹ برېښنايي کپسولونه، ۷ بستې ساچمې،  د برېتا تفنګچې ۷۰ پاکستاني مرمۍ،  یو بوتل د بېهوشه کولو ګاز، د سپکو وسلو یوه اندازه مهمات او نور نظامي توکي ترلاسه کړي دي.
ملي امنیت ریاست وایي “د یاد پټن ځای له کشف وروسته چاودنو ته چمتو ځانمرګي واسکټونه د ملي امنیت لوی ریاست د تخنیکي ډلې له خوا شنډ او له ګڼو خونړیو ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه.”