20
الأحد, تشرين1

د جمهور رئیس په مشرۍ جوړې شوې غونډې د پایتخت زون په لس کلنې ستراتیژۍ بحث وکړ

Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړې شوې غونډې تير ماښام  د پایتخت زون  د انکشاف په لس کلنې ستراتیژۍ بحث او خبرې وکړې.


دجمهور رييس دوياند دفتر خبر ورکړ: انجنیرالهام عمر هوتکي او د هغه تخنیکي همکارانو د پایتخت زون د انکشاف لس کلنه ستراتیژي چې په هغې کې د پایتخت زون پېژندنې، اړوندو ساحو، لیدلوري، موخو، کاري برنامو، انډوليز پرمختګ، انډوليز ښاري انکشاف، اقتصادي فعالیتونو، د غیر پلاني ساحو ښه والي، تجدید او د کیفیت لوړوالى،د اساسي زیربناو انکشاف او د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو ته اشارې شوې وې،  د بحث لپاره غونډې ته  وړاندې کړه.
د پایتخت زون ادارې په لس کلنې ستراتیژۍ د بحث پرمهال د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري دغه ستراتیژي وستایله او وې ویل، د بېلابېلو ادارو تر منځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه دې همغږي لا زیاته شي.
د ښار جوړولو وزیر وویل، په ښاري سکتور کې د پام وړ ظرفیت ایجاد شوی دی، خو د تداخل د مخنیوي په موخه باید چارې یو د بل په همغږۍ او همکارۍ ښې او چټکې ترسره شي.  نوموړي د تخنیکي ټیمونو د منظمو غونډو دوام د همغږۍ د زیاتوالي لپاره ګټور وباله.
ښاغلي  رفیع الدین ملکزي هم د بحث پرمهال د ښاري سکتور د بېلابېلو ادارو تر منځ په لا ډېره همغږۍ ټینګار وکړ او وې ویل، پلانونه باید داسې جوړ شي چې واضح او انعطاف منونکي وي.
د زیربنا په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د بېلابېلو ادارو تر منځ همغږي او همکاري مهمه وبلله او وې ویل، هغه ولایتونه چې له اقتصادي پلوه تړاو سره لري په ستراتیژۍ کې دې په  هغو کې خوراکي مصونیت او د شغل ایجاد ته هم پام وشي، ترڅو اقتصادي تحرک رامنځته شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د خبرو پرمهال د پایتخت زون ستراتیژي عالي وبلله او زیاته یې کړه چې د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس د ښارونو انډوليز اقتصادي پرمختګ ته باید پام وشي، تر څو د ګڼه ګوڼې او داخلي بې ځایه کېدو مخه ونیول شي.
ښاغلي حبیبزي په ښاري سکتور کې رامنځته شوې همغږي وستایله او د هغې د لا زیاتوالي غوښتنه یې وکړه. نوموړي وویل، د کابل سیند د پاکوالي لپاره یو لړ شرکتونه انتخاب شوي، نو د تداخل او د وخت او منابعو د ضیاع د مخنیوي لپاره باید په دې برخه کې وضاحت او همغږي موجوده وي.
د سیمه ییزو ارګانونود خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وویل، په دې ستراتیژۍ کې د جمهور رئیس لارښوونې او وړاندیزونه په ښه توګه را اخیستل شوي دي او په پروژو او پروګرامونو د هغو د بدلولو لپاره لا ډېر کار او دقت ته اړتیا ده. نوموړي وویل، د پایتخت زون مسوولین چې ډېر کارونه او پروژې ور تر غاړې دي،  دوی دې په ښاري کوڅو او وړو کارونو کې چې د کابل ښاروالۍ مسوولیت دی ځانونه،  نه بوختوي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي د پرمختیایي پروژو او زیربنا په برخه کې د جمهور رئیس او د ښاري سکتور د مسوولینو د هلو ځلو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، بار وړونکو موټرو د ښار سرکونه ویجاړ کړي او خلک هم ورسره په تکلیف دي، نو د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره دې د کابل په دروازو کې شته ګودامونه معیاري او د هغو امنیتي تدابیر کلک شي.
د دوی د نظرونو او معلوماتو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني وویل، په تېرو دوه کلونو کې د ښاري سکتور په برخه کې پام وړ ظرفیت او همغږي رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه، د تحرک د رامنځته کولو په موخه دې تر کار لاندې پروژې د ښاري سکتور د مسوولینو په همغږۍ او همکارۍ بشپړې شي.
جمهور رئیس  وویل، په دغو پروژو کې هیڅ ډول وظیفوي تداخل نشته او دا بنیادي نه بلکې عاجلې پروژې دي، چې  د تحرک د رامنځته کولو په موخه پیل شوي، ځکه خلک هم تحرک غواړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د کابل ډېره ناامني د کابل له ولسوالیو او نږدې ولایتونو څخه متوجه ده، نو که چېرې په دغو ولسوالیو او ولایتونو له انکشافي پلوه تمرکز ونشي، نو نه د وګړو د ډېروالي او نه هم له امنیتي پلوه کابل خوندي کېدلی شي، ځکه کابل کافي منابع نه لري.
جمهور رئیس غني د ښار جوړولو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ښاري سکتور د مسوولینو تر منځ د چارو د همغږۍ، موثریت او د تطبیق په برخه کې د دوی ظرفیتونو ته په پام دې د چټکتيا د لا زیاتوالي په موخه د ښاري سکتور اړوند ادارو او بنسټونو غونډه جوړه کړي. هغه زیاته کړه په کابل ښار کې د ښاري پراختیا د چارو د ترسره کولو اصلي مسوولیت د ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ دی او پایتخت زون له دوی سره د همکار په توګه کار کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه،  د تدارکاتو پرمهال دې واضح شي چې څوک د پروژې د تطبیق او څوک به یې د څارنې مسوولیت لري. هغه وویل د کابل ښار د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ تر منځ شته توپير باید د انکشافي انډول له لارې له منځه یووړل شي.
محمداشرف غني  دپایتخت زون د مسوولینو له لوري برابره شوې ستراتیژي وستایله او ټینګار یې وکړ چې دغه خاکه دې د بحثونو په پایله کې بشپړه شي. هغه وویل، د ښاري سکتور په برخه کې ایجاد شوي ظرفیت او همغږي د خلکو باور ترلاسه کړی، ځکه د خواجه رواش او مکروریانو پروژې په تطبیق سره تاسو خپل ظرفیت خلکو ته ثابت کړی دی.
جمهور رئیس وویل، له انکشافي پلوه باید په راتلوونکو درېو کلونو تمرکز وکړو او دا معلومه کړو چې اوس په کوم ځاى کې يو او درې کاله وروسته به کوم ځای ته رسېدلي یوو. هغه زیاته کړه، د امنیت له پلوه واضح تصویر لرو چې درې کاله وروسته به افغانستان له امنیتي پلوه په کوم حالت کې وي، خو له انکشافي پلوه هم باید دغه درې کلنه  چټکتيا وټاکو.
جمهور رئیس غني وویل، د ښاري پراختیا او زیربنا په برخو کې د خصوصي سکتور همکاري هم جلبېدلی او له هغوی سره په ګډه کار کېدلی شي. هغه زیاته کړه،په کابل کې زیاته ځمکه موجوده ده چې ښه مدیریت غواړي.
جمهور رئیس د ښاري سکتور مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کابل ګاونډیو ولایتونو له والیانو او ښاروالانو سره دې د کابل د وضعیت د درک په موخه بحث وشي، تر څو پوه شئ چې د کابل په اړه د هغوی درک څه شی دی او څنګه په چارو کې همغږي او همکاري زیاتېدلی شي.
محمد اشرف غني وویل، د کابل او د هېواد د نورو ولایتونو تر منځ له اقتصادي او انکشافي پلوه شته واټن باید کرار کرار له منځه یووړل شي او په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې اقتصادي تحرک او فعالیتونه زیات شي، تر څو خلک کابل ته د راتګ اړتیا ونه ويني.
جمهور رئیس غني وویل، د کابل ولایت په هره ولسوالۍ او نږدې ولایت کې چې اقتصادي تحرک رامنځته کېږي، نو هغومره په کابل کې ګڼه ګوڼه کمېږي  او د کابل له امنیت سره هم مرسته کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ باید د زیربنا په برخه کې داسې بنسټونه کېږدو چې په راتلونکي کې یې د بدلولو اړتیا پېښه نشي، بلکې هغوی ته دوام او انکشاف ورکړل شي. هغه زیاته کړه، په پام کې لرو چې په کابل ښار کې شنې او تفریحي سیمې زیاتې کړو.