18
الخميس, تموز

د ویاړ شیبې

Typography

افغانان سوله خوښوونکي خلک دي، له همدې امله دوی تراوسه د اشغالګرو واکمني پر ځان نه ده منلې. افغانان زړور خلک دي. دوی تل د خپل هیواد لپاره قرباني ورکړې ده او د هیواد د ازادۍ لپاره یې ځانونه قرباني کړي دي. 

Celebrating the 98th independence day in Kandahar 3

سږ کال افغانانو له انګریزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۹۸ کلیزه په ځانګړو مراسمو سره ولمانځله.

ځوانانو دغه خوښي په داسې حال کې ولمانځله، چې امنیتي ځواکونو یې امنیت نیولی وو. دوی د ویاړ او خوښۍ احساس درلود او ماشومانو هم دغه ورځ په ښوونځیو کې ولمانځله.

په همدې حال کې په کندهار کې هم د نورو ولایتونو په څیر د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي و.

ځوانانو د هیواد ملي بیرغ په لاسونو کې ګرځاوه او سړکونو ته راوتلي وو. دوی ملي سندرو ته غوږ نیولی و. 

ټول خلک خوشحاله ښکارېدل او دغه ورځ یې په سندرو، ولولو، خوښۍ او سوله کې لمانځله.

د کندهار ځایي چارواکو د شهیدانو څلورلارې کې د ګلونو ګېډۍ کېښودې او هغو شهید شویو سرتیرو او خلکو ته چې د هیواد د ازادۍ لپاره یې قرباني ورکړې ده، د درناوي مراسم پر ځای کول.

دوی ویل، چې افغانان د نړۍ په کچه یو زړور ملت دی، چې د تیرو ۴۰ کلونو راپدیخوا د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. 

له بلې خوا، د کندهار والي زلمي ویسا وویل، افغانانو ۹۸ کاله وړاندې د نړۍ د ستر زبرځواک ته ماتې ورکړه او خپله خپلواکي یې ترلاسه کړه.

نوموړي وویل، چې افغانانو نور ملتونه وهڅول چې د خپلې خپلواکۍ او ازادۍ لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي ویسا زیاته کړه، چې افغانان اوس هم د خپل غرور لپاره مبارزه کوي او دا ځل له نړیوالو ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او دغه جګړه به هم افغانان وګټي.

د کندهار د والي په خبره: "افغانان به نړیوال تروریزم ته د نورو زبرځواکونو په څیر ماتې ورکړي. په یوالي کې زموږ ګټه ده. زه له ټول افغان ولس څخه غواړم، چې د دښمن پر وړاندې یو موټی شي. افغانان نورو ته یو ښه مثال دی، ځکه دوی تل نور ملتونه د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزې ته هڅولي دي."

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو او د پولیسو د ۴۰۴ زون چارواکو هم له خلکو غوښتنه وکړه، چې سره یو موټی شي او د روښانه راتلونکې لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

دوی وویل، چې ولس به تل د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ په یاد ساتي.

د دوی په خبره، له برتانیې څخه د خپلواکۍ اخیستلو اصلي لامل د افغانانو یووالی وو.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت قومي مشران غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ واقعي اتل بولي.

دوی وايي، چې غازي امان الله خان یو اغیزمن شخصیت وه، له همدې امله خلک ورسره مینه لري او د ښې راتلونکې لپاره د هغه د لیدلورو ملاتړ کوي.

د دوی په خبره، افغانان زړور دي او دوی د دې وړتیا لري، چې د پخوا په څیر اوسنیو دښمنانو ته هم ماتې ورکړي.

سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه د هیواد په ټولو ولایتونو کې ولمانځل شوه. خلکو هم له امنیتي ځواکونو څخه د خپلواکۍ په ورځ د ښه امنیت د ټینګښت له امله مننه وکړه.