17
الخميس, تشرين1

د حاجيانو د لېږد رالېږد بهير بشپړ شو

Typography

د ماليې وزارت نن د تلې د مياشتې په ١٧ نېټه د دغه وزارت په خيبر تالار کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد رالېږد بهير په برياليتوب سره بشپړ شو. 

Press Conference about Hujaj

د ماليې وزارت نن د تلې د مياشتې په ١٧ نېټه د دغه وزارت په خيبر تالار کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد رالېږد بهير په برياليتوب سره بشپړ شو. په دغه خبري ناسته کې د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو مسوول، اجمل حميد عبدالرحيمزي او د اریانا افغان هوایي شرکت رئیسانو په دې اړه رسنیو ته بشپړ معلومات ورکړل.

ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي وویل: "موږ د مالیې وزارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې ژمن یو، چې رسنیو او د افغانستان خلکو ته به د واقعیتونو په رڼا کې د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکوو. د مالیې وزارت د اریانا افغان هوایي شرکت، یو ونډه وال دی، د ننني رسنيز کنفرانس څخه زموږ موخه په بریاليتوب سره د حاجيانو د لېږد رالېږد بهير د بشپړېدو په اړه د وروستيو معلوماتو شريکول دي."

د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس ښاغلي محمد نادر عمر وويل، چې سږ کال د حاجیانو شمېر له ۳۰۰۰۰ څخه زیات وو، چې د لېږد رالېږد چارې يې په دوو فازونو کې د سعودي عربستان ملکي هوایي چلند له مهالوېش سره سم په ۲۳۹ الوتنو کې د ٤ الوتکو پر مټ تر سره شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه بهير د ۲۰۱۷ ميلادي کال د جولای د میاشتې په ۲۳ نېټه پیل او د اکټوبر میاشتې په ۵ نېټه پای ته ورسېد.د ملي تدارکاتو کمېسیون سعودي عربستان ته د ۱۳۹۶ لمریز کال د حاجیانو د لېږد رالېږد قرارداد، د تخنیکي، عملیاتي، مالي او سوداګریزو وړتیاوو او کاري تجربې ته په کتو سره په ټیټ بيه د اریانا افغان هوایي شرکت ته ورکړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د مالیې، اقتصاد او ټرانسپورټ وزارتونه، د هوایي چلند اداره او پښتني بانک، د اریانا افغان هوایي شرکت ونډه وال دي.