23
الثلاثاء, تموز

په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د فعالیتونو د یوې برخې په توګه، د یوه لنډ فلم (ماری مادر) ډایرکټر، په کابل کې د دې فلم له لیدونکو سره د خپل کار په اړه خبرې وکړې.

د بشري حقونو د ډیالوګ تعقیبي غونډه تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست او اروپاي ټولني په همکاري د افغانستان دولت او په افغانستان کې د اروپاي ټولنې د استازو ترمنځ په کابل کې د اروپاي ټولنې په دفتر کې ترسره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ترکمنستان ته د سفر په لومړۍ ورځ "د پایداره ټرانسپورټ نړيوال کنفرانس" کې چې د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ او د سیمې او نړۍ د هېوادونو د یو شمېر مشرانو په ګډون عشق آباد کې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.

المزيد من المقالات...