23
الثلاثاء, تموز

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د لوی څارنوالۍ او پوهنې، لوړو زده کړو اود عامې روغتیا وزارتونو او د سیمهییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ترمنځ له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین تفاهم لیک، لاسلیک شو.

د ناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان، دملګرو ملتونو امنیت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي پلاوی یا یوناما د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر باقرالعلومو جومات برید وغنده او یې ویل چې په دې پېښه کې ۳۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.

د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره د عمده ملي، امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې  نن ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو د مرکو د پایته رسېدو مشورتي ناسته په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر  ته د هغه د غوره خدمتونو د قدرداني  له امله د غازي وزیر محمداکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ. همدارنګه  یې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدم‌شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین عبدالرحمن رحمان او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبدالمتین بیک ته د د دوی د ښو خدمتونو د تقدیرولو په خاطر د زړورتیا عالي دولتي مډالونه ورکړل.

المزيد من المقالات...