21
الأحد, تموز

څه باندې دوه سوه افغان ځوانانو په پلازمینه کابل کې د یوه دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د نړیوالې ډیپلماسۍ په اړه روزنه او معلومات تر لاسه کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره ورځ " له اداري فساد او ښځو سره له تاوترخوالي پاک افغانستان په لور" په نامه د افغانستان د څارنوالانو په سراسري کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

د افغانستان اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزارت په نوښت ، د افغان ډېپلوماتو ښځو ټولنه تیره ورځ د یوه رسمی محفل په ترڅ کې د د بهرنیو چارو وزارت په ناستيځي کې پرانېستل شوه.

په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي کلني عدلي ورکشاپ کې لسګونو دولتي چارواکو برخه واخیسته تر څو د ښځو د حقونو پیاوړتیا او له فساد سره د مبارزې په لارو چارو بحث او خبرې اترې وکړي.

المزيد من المقالات...