19
الجمعة, تموز

د ښاري ټرانسپورټ ملي کمیټې غونډه نن د اداري اصلاحاتو او غوره حکومتداری په برخې د ولسمشر ځانګړي استازی احمد ضیا مسعود او ددی کمیټي دایمي غړو په ګډون جوړ شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته نن له غرمې مخکې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي په حیدراباد هاوس کې د رسنیو پر وړاندې هرکلی ووایه.

د نجونو د تورې وهلو سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې. دغه سيالۍ د شهيد د اوونۍ په درناوي د اولمپيک د ملي کميټې د تورې وهلو فدراسيون له خوا پيل شوې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني تیره ورځ د ډنمارک شاهي هېواد نوي ګمارل شوی سفیر شن چارلس ایلرمن کینګ اومبي د پېژندګلوۍ لیدنې لپاره خپل حضور ته ومانه.

د کابل والي، حامد اکرم په کابل کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي هغه کنفرانس کې برخه واخیسته چیرته چې، په ټولنه کې د ښځو د ونډې او په کلیوالو سیمو کې د دوی د ستونځو د حل په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

المزيد من المقالات...