21
الأحد, تموز

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې چې پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه، د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل، چې یو قرارداد په کې رد او بل قراراداد د لا زیاتې ارزونې په موخه ور وګرځول شو.

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د قوس په ۲۴ مه (دسمبر ۱۴ مه) د خپل دفتر کې د ګمرکونو نړیوالې ادارې د پروګرامونو له رئیس ښاغلي  نتهان تایلور سره وکتل او له هغه سره یې د افغانستان په ګمرکونو کې د شویو پرمختګونو، اصلاحاتو، ظرفیت جوړولو او تخنیکي مرستو بحث او خبرې وکړې.

د ننګرهار ګمرک په ریاست کې د سوداګرو، کمیشنکارانو او د بانک مسولینو لپاره د بانګي محصول د ورکړې، عامه پوهاوي او هماهنګۍ په موخه د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نیټه دوه ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.

د پایلو له پاره د وړتیاؤ لوړولو پروګرام (CBR) د رهبرۍ کمیټې ۳۲ مه ناسته د لیندۍ میاشتې په۲۰ مه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

المزيد من المقالات...