18
السبت, تشرين2

پروان ولایت کې د ۱۳ طالب وسلهوالو وژل کېدل

ختیځ
Typography

په پروان ولایت کې د ملي پولیسو په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د ۵ ځانمرګو بریدګرو، دوه قومندانانو په ګډون ۱۳ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې دا عملیات تېره شپه د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په پورکې کلي کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د ترهګرو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې له منځه وړ شوې وسله‎والې ډلې په پروان ولایت کې د بریدونو پلان درلود.
په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.