18
السبت, تشرين2

ننګرهار کې په راډیویي بحث کې، د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د اهمیت په اړه بحث او خبرې اترې وشوې

ختیځ
Typography

په ننګرهار کې د یوناما په ملاتړ دیوه جوړ شوي راډیویي بحث په اوږدوکې، د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د اهمیت په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې راډیویي بحث کې د مدنې ټولنې استازو او سیمه ییزو مشرانو په ګډون څلور کسانو برخه اخیستې وه، چې د ننګرهار په راتلونکې ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي پیاوړتیا کې یې د ماشومانو د تعلیم او خوندیتوب پر مهم رول خبرې وکړې
 په ننګرهار کې د ټولنیزو چارو ریاست مشر، فضل هادي فضلزی په دې اړه معلومات ورکړل چې، څرنګه دولت او ملګرو ملتونو په ګډه د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او په دې اړه د پوهاوي لپاره کار کړی په تیره بیا په ختیځ کې په ماشومانو کارکولو ته د پای ټکي ایښودلو په برخه کې چې لاهم یوه ستونزه ده.