ننګرهار کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۳ داعشیان وژل شوي

Typography

ځايي چارواکو ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۳ داعشیان وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه داعشیان د اچین او ده بالا په ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ټپي او وژل شوي دي.
خپرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.