په ننګرهارکې د داعشيانو په سنګرونو د نويو مرګانيو هوايي بريدونو څپې

Typography

د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو  د نويو هوايي بريدونو ډګر دى .
دغه بريدونه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دداعشيانو په سنګرونو شوي دي.


 Air forces 1لومړى بريد تېره شپه  په کوټ ولسوالۍ کې دداعشيانو په پټنځي ترسره شوى دى .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي  قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې نهه تنه داعشيان ووژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په دې بريد کې دداعشيانو څو پټنځي دهغوى دجنګي وسايلو له ډيپوګانو سره دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې اته تنه داعشيان دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو دهوايي بريد په بهير کې وژل شوي دي.
په دغو داعشيانو تېره شپه داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د دوى په پټنځيو  هغه وخت بريد وشو چې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې په دې  بريد کې  اته تنه داعشيان وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په يوولسو تنو داعشيانو د روداتو او اچين د ولسواليو په سړکونو د ماين ښخولو په وخت کې د افغانستان د هوايي پوځ  له خوا بريد وشو او ووژل شول .