18
السبت, تشرين2

چارواکي: د ننګرهار په کوټ او اچین کې ۲۹ داعشیان وژل شوي

ختیځ
Typography

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کوټ او اچین ولسوالیو کې ۲۹ داعش جنګیالي وژل شوي او ۲۰ نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانی رسنیز دفتر په یوه بیان کی لیکلي “دننګرهارولایت کوټ ، اچین او هسکی مینی ولسوالیو په مربوطاتو کی (۲۹) نهه ویشت داعش وسله وال ووژل شو.”
خبرپاڼي زیاتوي چي “تیره ورخ دکوټ ولسوالی اړوند دسه پای او وچ کوټ په ساحو کی هوایی بریدونه ترسره شوی چی په ترڅ کی (۱۱) یولس تنه داعش وسله وال وژل شوی .”
د خبرپاڼي په وینا داچین ولسوالی دکرکنی په سیمه کی هم دهوایی برید په پایله کی چی تیره ورځ ناوخته ترسره شوی(۳)تنه داعش وسله وال وژل شوی دی .
همداشان دهسکی مینی ولسوالی دپاپین په ساحه کی ځمکنی توپچی بریدونه ترسره شوی چی په ترڅ کی (۱۵)پنځلس داعشیان وژل شوی .
د چارواکي په ترسره شوو هوایی او ځمکنیوبریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اوښتی .