الکوزى ګروپ شرکت د سروبي پر دويم بند ۳۰۰ ميليون ډالره پانګونه کوي

Typography

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي د اوبو او برېښنا وزارت الکوزي ګروپ شرکت سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دویم سروبي د پانګونې تفاهم لیک لاسلیک کوي.

ارګ ماڼي په یو بیان کي لیکلي چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
خبرپاڼي زیاتوي چي په دغه غونډه کې د دویم سروبي پانګونې پلان ، په افغانستان کې د کم مصرفه څراغونو برنامې د تطبیق پلان او د ترکمنستان غنمو ټسټ په هکله بحث وشو.
په دې ناسته کې د اوبو او برېښنا وزیر انجنیر علي احمد عثماني د دویم سروبي پانګونې پلان غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، الکوزی ګروپ شرکت تیار دی چې دویم سروبي باندې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي چې دا پانګونه د ۱۸۰ میګاواټه برېښنا د تولید لامل کېږي.
ورپسې د اوبو او برېښنا وزارت معین انجنیر امان الله غالب وویل، په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وجود لري او زیاتې کمپنۍ په افغانستان کې د پانګونې غوښتونکې دي.
د الکوزي ګروپ شرکت استازي وویل، زموږ د پانګونې موخه د هېواد په وده کې ونډه اخیستل دي او له دې امله دویم سروبي باندې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونې ته تیار یوو.