ملي امنیت: په جلال آباد ښار کې د داعش د یو خونړۍ ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

Typography

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي چي په جلال آباد ښار  کې د داعش د یو خونړۍ ځانمرګي برید مخه نیولی.

nangarharملي امنیت په یو بیان کي لیکلی “د داعش ترهګری ډلي ته اړوند یو تن ځانمرګی بریدګر په نوم د جمیل الرحمن مشهور په(یاسر) چې غوښتل یې د جلال آباد ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې ځانمرګی برید تر سره کړی، چې خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا له پیژندګلوی وروسته ونیول شو.”
خبرپاڼي زیاتوي چي وموړی ۴ میاشتي د مخه داعش ترهګری ډلي سره یو ځای شوی او  له پوځي او ترهګریزو زده کړو وروسته یې د ننګرهار ولایت په اچین او ده بالا ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په یو لړ عملیاتو کې فعاله ونډه درلوده او په دې وروستیو کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی وو.
د ملي امنیت په وینا د یاد ځانمرګي بریدګر په نیولو سره زمونږ د یو شمیر بی ګناه هیواد والو د مرګ ژوبلي مخنیوی وشو.