23
الخميس, أيار

ننګرهار: هوایي برید کي ۹ تنه داعشیان ووژل شول

Typography

سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کي وایي لږ تر لږه ۹ تنه داعشیان په یو هوایی برید کي ووژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني سرچینې وایي وایي دغه هوایی برید په اچین ولسوالي کي پرون ترسره شو.
د سرچینې په وینا په ترسره شوو هوایی برید کی دوسله والو یو عراده سراچه موټر هم تخریب او له منځه تللی.
سرچیني زیاتوي چي په برید کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.
دا په داسي حال کي ده چي تیره اوني لږ تر لږه ۵۶ تنه داعشیان د اچین ولسوالی دپیښی په سیمه کی د هوایی او ځمکنی عملیاتو په ترځ کی ووژل شول.