په تخار کې د جندالله ترهګې ډلي څلور غړې ونیول شول

Typography

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي په تخار ولایت کېد جندالله څلور غړې د ملي امنیت ریاست موظفینو لخواه وونیول شول.

ملي امنین ریاست په یو بیان کې لیکلي چي “د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د جندالله ترهګرې ډلې څلور غړي چې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو هغه مهال چې غوښتل یې د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالۍ په اړوندو برخو کې دوه کړۍ واټ ته څېرمه ماینونه ځای پر ځای کړي؛ له یادو ماینونو سره نیولي دي.”
د ملي امنیت ریاست په وینا  عنایت الله د خدای قل زوی، فیض الله مشهور په حجت الله، محمد اکبر مشهور په حذیفه، او عبدالهادی د عبدالباقی زوی منلې چې له یوه کال راهیسې یې په تخار ولایت په ماین خښونه، چاودنو، د قومي مشرانو پر ترور او ورته نورو ترهګریزو کړنو لاس پورې کاوه.
ملي امنیت ریاست زیاتوی چي “له دې سره د یادو ترهګرو له پټنځای څخه دوه ماینونه، درې کیلوګرامه (TNT) ډوله چاودېدونکي توکي، د ( RPG) ډوله راکټ درې مرمۍ، ۱۳ مقناطیسي ماینونه، د رېموټ کنټرول درې تختونه، یو څلور تڼۍ لرونکی رېموټ او ۱۷ متره چاودېدونکې فلیته ترلاسه کړې ده.”