په لغمان ولایت کې د ځانمرګي او ترهګریز برید مخه ونیول شوه

Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د ده ریاست موظفینو په په لغمان ولایت کې د طالبانو د یو ځانمرګي او ترهګریز برید مخه نیولی.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي “طالبانو ترهګری ډلي ته اړوند ۳ تنه ترهګر هر یو: بلال، ذاکرالله او فردوس چې هوډ یې درلود تر څو د چاودیدونکو توکو ډګ یو عراده موټرسایکل او یو کړۍ مقناطیسی ماین څخه په ګټي اخیستو سره د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا ښار د عصمت په څلور لارې کې  ځانمرګی او ترهګریز برید تر سره کړي، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا باالفعل ونیول شول او د یو خونړۍ برید مخنیوی وشو.”
خبرپاڼيې زیاتوي چي “نیول شویو ترهګرو اعتراف کړی چې د طالبانو ډلی د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو لارښود قوماندان قادر په لارښوونه یې غوښتل د مهترلام بابا په ښار کې ځانمرګی او ترهګریز برید تر سره کړي.”
د ملي امنیت زیاست په وینا “دغه پلورل شوی او وحشي صفته ترهګر د پو شي چې د دې خاورې ریښتیني بچیان به دوي د هیواد په هره سیمه کې په کرار پرینږدي او که چیرته خپلې وسلې په ځمکه کې نږدي او زمونږ د مظلومو هیوادوالو له وژنې لاس وانخلي، نو د خپلو مشرانو په څیر به په ذلت کې له منځه یوړل شي.”