د ننګرهار پچيراګام کې ۹ داعاشيان وژل شول

Typography

د افغانستان امنیتي چارواکي وایي لږ تر لږه ۹ داعشیان د ننګرهار پچیراګام ولسوالی کي ووژل شول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر لیکلي چي، پرون په پچیراګام ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په یوې پوستې وسله والو برید کړی، چې د نښتې پرمهال ۴ داعش وسله وال وژل شوي او جسدونه یې د نښتې په سیمه کې پراته دي.
خبرپاڼې زیاتوي چي ، چې د یادې نښتې پر مهال افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
بلخواه د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وایي د هوایی بریدونو په پایله کی د پچیر او اګام په سیمه کی 5 تنه داعش وژل شوی او یوه قرارګاه یی له منځه وړل شوی ده.