د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د شنبه په ورځ د تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه

Typography

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د شنبه په ورځ د تورخم له بندر څخه د لیدلو پر مهال وویل، موږ د ډیرو خلکو د بیرته ستنیدو شاهد یو چې تر وړاندوینې اوښتي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر وویل چې، دا لویه شمیره کولای شي چې اوسنی ستونزمن حالت لا پسې خراب کړي او زموږ اندیښنه دا ده چې په لنډ مهال کې له محدوده سرچینو سره وکولای شو چې له ژمې وړاندې سرپناه برابره کړو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي مارک باوډن سره یوځای، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له دولتي او د راستنیدونکو له استازو سره د تورخم د وضعیت په اړه خبرې وکړې.