٢٣ کيلوګرامه چرس کشف شول

Typography

دپروان و لايت  پوليسو نن  دنشه يي توکو  درې تنه قاچاق وړونکي ونيول. دپروان ولايت  پوليسو په نشه يي توکو بار دوه موټرونه  چې له جبل السراج  څخه دکابل په لور روان وو  کشف اوضبط کړل.

دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول  وویل: دغه نشه يي توکي چې اته کيلوګرامه  هيروئين  او  ٢٣ کيلوګرامه  چرس  و په مهارت سره په دوو کرولا موترونو کې  ځاى پرځاى  کړاى شوي وو.
دغه دوه موټرونه  دجبل السراج ولسوالۍ په ګلبهاراو جوى بخشي سيمو کې  دپوليسو له خوا ودرول شول   او درې تنه دقاچاقو په تور ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه ؛  نيول شويو کسان دبغلان او بدخشان دولايتونو اوسيدونکي دي او دغه توکي يې کابل ته ليږدول.