ننګرهار کي د ۱۹تنو داعشیانو او یو تن عرب په ګډون ۴۵ تنه ترهګر ووژل شول

Typography

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي په ننګرهار ولایت کي د د ۱۹تنو داعشیانو او یو تن عرب په ګډون ۴۵ تنه ترهګر  ووژل شول.

ملي دفاع وزارت په یو بیان کي لیکلي چي دغه کسن د پچير اګام اچین ولسولیو کي ووژل شول.
خبرپاڼې زیاتوي چي د عملیاتو په پایله کي ۳ تنه نور یې ټپیان شوي، او د کابل ولایت د سروبی ولسوالۍ د ابریښم په تنګې کې ۱۱ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي .
مدا راز د هلمند ولایت د ګرمسیر ، گرشک او مارجې په ولسوالیو کې ۱۱ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي ، د لوګر ولایت د برکي برک او د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالیو کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپی او د ترهګرو د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.