ملي امنیت: په ننګرهار ولایت کې دهند پر قنسلګرئ له یوه تروریستی برید څخه مخنیوی وشو

Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي په ننګرهار ولایت کې دهند پر قنسلګرئ له یوه تروریستی برید څخه مخنیوی وشو.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي دوه تنه ترهګر هریو نصرالله د حضرت بلال زږی  او  عبیدالله مشهور په شینا  د تورخان  زوی چی په ننګرهار ولایت کې دهندستان هیواد پر قنصلګرئ د تروریستی برید پلان درلود دملی ا منیت دلوی ریاست دمنسوبینولخوا نیول شوی دي.
د ملي امنیت ریاست په ینا له نیول شوي کسان ۵ کیلو ګرامه (واترجیل) نومی مواد، ۱۵ کیلو ګرامه چاودیدونکی (پوتاشیم کلوراید)، ۹ عدده لاسی بمونه،  یوه کړئ خودساخت ماین، ۶ عدده برقی کیپسول، ۲ عدده ریموت کنتروله،  یو د (GPS )دستگاه،  یوه پایه مخابره، یو د هاوا ن دوربین، یو عدد د  درازنوف دوربین،  یو عدد  د   دهشکی تاوه، ۲ متره د چاودیدونکو  توکو فلیته، د ریموت کنترول یو کندسر، یوعدد قطب نما ،     یوعدد دمخابری آنتن،  یوه جوړه دملی اردو دریشی اویولړ نور نظامی توکو سره یی غوښتل چې دهند پرقنصلګرئ تروریستی برید وکړی چې دملی امنیت دلوی ریاست دمنسوبینو لخوا کشف او لاسته راغلی دي.
ملي امنیت زیاتوي چي نیول شوو کسانو دڅیړنو پرمهال اعتراف کړی چې لدې وړاندې یې دوه تنه ملی تجاران په نومونو د حاجی داوود او ګل عرفان هم تښتولي ؤ او دخوشی کیدو په بدل کې یې له هغوئ څخه ۵ میلیونه ډالرو غوښنه کړې وه.