دننګرهارپه پچېراګام ولسوالى کى ۱۳ داعش وسله وال ووژل شول

Typography

سیمه ییز امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کي وایي لږ تر لږه ۱۳ داعش وسله وال په پچیراګام ولسوالی کی ووژل شول.

چارواکي زیاتوي چي تېره شپه ناوخته دپچېراګام ولسوالى غونچه خېل،خېله خېل اوشپېله ګى په ساحو کى هواېې برېدونه ترسره شوى چى په ترڅ کى دېارلس داعش وسله وال وژل شوى.
د چارواکو په وینا په ترسره شووبرېدونو کى ملکى وګړو ته زېان ندى اوښتى.
دا په داسی حال کی ده چي د داعش وسله والو څو ورځی مخکی په پچیراګام ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو او پاڅونوالو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.