دپچير او اګام دجګړو له امله له څه دپاسه زرو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته

Typography

دننګرهار ولايت دپچير او اګام په ولسوالۍ  کې دوروستيو  جګړو له امله له څه دپاسه زرو تښتيدلو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه.

په دې مرسته کې نغدې پيسې ، خوراکي توکي او دجامو ، فرشونو ، خيمو او دژوندانه دلومړنيو اړتياوړوسايلو په ګډون لګښتي مالونه شته چې دمرستندويو بنسټونو په همکارۍ دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې له خوا برابره شوې ده.
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو  دچارو رييس غلام حيدر فقير زى وايي چې په دې پړاو کې دپچير او اګام  له جګړو څخه له يوزرو شلو تښتيدلو اوبې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده .
پوځيان وايي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې  داعشيانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او دغه راز په لسګونو کلي دداعشيانو له شتون څخه پاک شوي دي
زياترو بې ځايه شويو کسانو دننګرهار ولايت مرکز جلال اباد  ښار ته پناه وړې ده. دننګرهار والي ګلاب منګل وايي  چې په يوه هراړخيز پروګرام کې او دمرستندويو بنسټونو په مرسته له پاکستان څخه له راستنو شويو کسانو اود دغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې له جګړو څخه له تښتيدلو کورنيو سره په يوشان او دمنلو وړ مرستې دوام ومومي .