کونړ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایی برید کې د لشکرطیبه ۱۹ ترهګر وژل شوي دي

Typography

د افغانستان کورنیوچارو وزارت وایي د کونړولایت د دانګام ولسوالی کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایی برید کې د لشکر طیبه ۱۹ ترهګر وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه: “دافغان هوایی ځواکونو د یو هوایی برید له امله د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د لشکر طیبه ۱۹ ترهګر له منځه وړل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي .”
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.