په ننګرهار کې دداعشيانو په ځالو په هوايي بريدونو کې ١٣ تنه داعشيان ووژل شول

Typography

دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دشاهين -٢٠ دعملياتو په دوام  ١٣ تنه وسله وال  داعشيان ووژل شول.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبر وویل: دننګرهار ولايت دپچير او اګام  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوايي او توپچي پوځونو په ملاتړ دشاهين – ٢٠ په نامه دامنيتي ځواکونو ګډ محاربوي او تصفيوي عمليات چې پخوا پيل شوي  و دوام لري او په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهارولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دډار اچوونکو داعشيانو په پټنځيو  دهوايي اوځمکنيو بريدونو له امله دداعش د ډلې ١٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او وسلې يې په سيمه کې پاتې دي او درې تنه نور يې  ټپيان شوي دي.