ننګرهار کې اته داعشيان ووژل شول

Typography

اته تنه  داعشيان د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.

په دغو داعشيانوپه پچيراوآګام ولسوالۍ کې دپوځي عملياتوپه بهيرکې بريد شوى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې؛ له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې په څوسيمو کې دداعشيانوپه سنګرونو بريدونه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل ؛ ددغوپوځي عملياتوپه بهيرکې اته تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي.
ويل کيږي په دې جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړو زيان نه دى اوښتى.