18
السبت, تشرين2

د ننګرهارولايت په پچيراوآګام کې دامنيتي ځواکونو چاڼيزعمليات دوام لري

ختیځ
Typography

دننګرهارولايت په پچيراوآګام ولسوالۍ کې د شاهين -٢٠ په نامه  دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري.

دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: دننګرهار ولايت د پچيراو آګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ  دشاهين _ ٢٠ ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې پخوا پيل شوي و. دوام  لري اوپه نوې پرمختيا کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغې ولسوالۍ دچنګر خيلو کلى تصفيه او ولټول شو او د داعشي تروريستانو له شتون څخه پاک شو.