په ننګرهار او لغمان کې له سلګونو بيوزلو او جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته

Typography

په لغمان ولايت کې له لسګونو بيوزلو او  جګړې ځپلو کورنيو سره  مرسته وشوه
 دغه کورنۍ  دسيمه ييزو مقاماتو دڅيړنې په بهيرکې  بيوزلي  او بيځايه شوي  تشخيص شوي دي .

په دې دوره کې  له لسګونو  جګړې ځپلو او بيوزلو کورنيو سره  دخوراکې او لګښتي توکو مرسته شوې ده.
دلغمان والي عبدالجبار نعيمي دمرستو ددغو توکو دويشلو په وخت کې له
 مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې په لغمان  کې  له جګړې ځپلو  او راستنوشويو کورنيو سره دې  خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په  ننګرهار ولايت کې له سلګونو بيوزلو         او له پاکستان څخه  له  راستنو شويو کورنيوسره  مرسته وشوه .
په دې  دوره کې  له څه دپاسه  درې سوه کورنيو سره  دکورنيو اوبهرنيو مرستندويو بنسټونوله خوا مرسته شوې ده .
په دې مرستو کې   خوراکي  اولګښتي توکي شامل دي.