ننګرهار: هوایي برید کی ۱۳ داعش وسله وال ووژل شول

Typography

سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کې وایي لږ تر لږه ۱۳تنه د داعش وسله وال د امریکایي ځواکونو په برید کې وژل شوي.

چارواکي زیاتوي چی “داچین ولسوالی اړوند دمامند دری مورګی په سیمه کی هوایی برید ترسره شوی چی په ترڅ کی (۱۳) دیارلس داعش وسله وال وژل شوی ، دمعلوماتو له مخی وژل شوی داعشیان ټول بهرنی وکړی دی.”
د چارواکو په وینا په دغه هوایی برید کی ملکی وکړو او امنیتی ځواکونو ته زیان ندی اوښتی .
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.