18
السبت, تشرين2

په لغمان کې د طالبانو مشهور سرګروپ “مجید زرقاوي” وژل شوی

ختیځ
Typography

سیمه یییز چارواکي په لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مشهور سرګروپ “مجید زرقاوي” د یو نښتې په بایله کی په الیشنګ ولسوالی کې ووژل شو.


ana comando 02چارواکي زیاتوي چي زرقاوي له خپلو ۲ ساتونکو سره د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا زرقاوي الیشنګ ولسوالۍ ته پر غځېدلي عمومي سړک‌يې وخت ناوخته د تلاشۍ پاټکونه جوړول.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو یو مشهور قوماندان څو اونی مخکی د دې ولایت کې ووژل شو.
د چارواکو په وینا، د طالبانو دغه مشهور قوماندان  نیکی چې په اکرام مشهور و د خپل وراره مرجان سره یو ځای هغه محال ووژل شو کله چي د کابل جلال‎اباد په لویه لاره کی د ملي پولیسو په یوې پوستې ډله ییز برید وکړ.