څلور تنه ماين ښخوونکي دننګرهار په حصارک کې ووژل شول

Typography

څلور تنه تروريست طالبان دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.

nangarharدکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دغه څلور تنه ماين ښخوونکي هغه وخت ووژل شول چې دننګرهار ولايت دحصارک او غني خيلو دولسواليو په مربوطاتو کې په سړک کې په ماين ښخولو بوخت وو چې ماين وچاوديد او دوى ووژل شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار ولايت دسره رود او روداتو دولسواليو په مربوطاتو کې دماين دچاودنې د دوو پيښو مخه ونيوله.
دغه ماينونه په واټونو کې ښخ کړاى شوي و چې له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړاى شول.
ديوبل خبرله مخې : دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تروريستو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په نښته کې دغورځنګ په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.