په ختیځ کې د القاعدې مالي چارواګي ونیول شو

Typography

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت د هیواد په ختیځ کې د القاعدي شبکې یو وتلي غړي له نیولو خبر ورکوي.

دکورنیو چارو وزارت  په خپره شوي خبرپاڼې کې راغلي چې دغه کس د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالی کې د افغان ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو یو لړ عملیاتو کې نیول شویدی.arrested2

نیول شوی کس په خټه پاکستانی او دالقاعدي شبکې مالي چارواګي ګڼل کیږي.
دا پداسې حال کې ده چې ځو موده مخکي افغانستان لپاره د القاعدې ترهګریز ډلې مشر هم په یاد ولایت کې ووژل شو.
فاروق الفحطانی په نامه د القاعدي شبکې وتلي څیره چې غوښتل ېې یوخلي بیا په افغانستان کې ډغې ډلې لپاره خوندي هډې جوړې کړي د امریکا په هوايی بریدونو کې ووژل شو.
دا مهال دالقاعدې ترڅنګ ، طالبان ، داعشیان ، د حقاني شبکه او یو شمیر نور ترهګریزې ډلي په افغانستان کې په خپلو ترهګریزو کړنو بوخت دي.