ننګرهار: ډرون برید کې ۷ داعش وسله واله وژل شوي

Typography

سیمه ییز امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې وایي، لږ تر لږه ۷ داعش وسله وال په ډرون برید کې وزل شوي.

چارواکي زیاتوي چي دغه برید تیره ورځ ننګرهار دهسکی مینی په ولسوالی کی ترسره شو. د ننګرهار امنیه قومانداني هم په یو بیان کې لیکلي چي “تیره ورځ ناوخته دهسکی مینی ولسوالی دلنګری کنډو په ساحه کی دبهرنیو ځواکونوبی پیلوټه الوتکی هوایی برید ترسره کړی چی په ترڅ کی اوه تنه داعش وسله وال وژل شوی .” دا په داسي حال کي ده چي تیره اونی د ننګرهار امنیه قوماندانی دترهګری پروړاندی دمبارزی مدیریت منسوبینو دخوګیانو ولسوالی دبربهار په سیمه کی عملیات ترسره کړ چی په ترڅ کی دعزیزپه نوم دداعش لس نفری ډلی قوماندان ووژل شو.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.