په ننګرهارکې دشاهين -٢٠ عمليات دوام لري

Typography

د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دشاهين ٢٠ د انکشاف په نامه چاڼيز عمليات دوام لري.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بشپړه توګه د داعش د ډلې او دنورو تروريستي ډلو د ځپلو او دامنيت دتامينولو په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ په مشرۍ دننګرهار ولايت دپچير او آګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شاهين ٢٠ دانکشاف په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې پخوا پيل شوى و دوام لري.
په دغو عملياتو کې دهاوان دوه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي او دسيمه ييزو پوليسو او دوګړني پاڅون دځواکونو لپاره دنويو پوستو دجوړولو او ټينګښت کار هم دوام لري.