د داعش د ډلې دوه تنه غړي په يوه هوايي بريد کې ووژل شول

Typography

د داعش د ډلې دوه تنه غړي پرون په ننګرهار ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.

Air forces 1دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلى دي چې دهيواد هوايي ځواکونو پرون دننګرهار ولايت دهسکې مينې دولسوالۍ په چهاروازګي سيمه کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د داعش په تروريستي ډلې پورې اړوند دوه تنه ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې : د دولت وسله والو مخالفينو پنځه ډول ډول ماينونه دننګرهار ولايت دغني خيلو او دره نور دولسواليو او د بټي کوټ ولسوالۍ داسلامي پوهنتون په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي وو چې دغه ماينونه له چاودنې مخ کې کشف او شنډ کړى شول.