په ننګرهار کې له اړو اوبې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

Typography

په ننګرهار ولايت کې  دڅه دپاسه  يو زرو  دوه سوه اړو او بې ځايه شويو کورنيو سره  مرسته وشوه.

په دغو مرستو کې خوراکي او لګښتي توکي او نغدې پيسې شاملې دي.
  دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې يو مسوول ته وويل چې په دې دوره کې  له يو زرو  دوه سوه  شپږ ويشتو اړو او بې ځايه شويو کورنيوسره  مرسته شوي دي.
  ده وويل په دغو مرستو کې وريجي، غوړي، اوړه ، لوبيا،  دپخلنځي لوازم، جامې، شړۍ  ، خيمې  او نغدې پيسې شته.
زياتره کورني بې وزلي دي اويا هم ددوى په سيمو کې د ډار اچوونکو دشتون په دليل  ښار ته مهاجر شوي دي.