23
الثلاثاء, تموز

قانون د ټولو لپاره دی

Typography

د خوست ولايت سیمه ییز چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په مرکز کې له نامسوولو وسله والو څخه د وسلو د ټولولو، د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو او ورڅخه د ناقانونه انتنونو د لرې کولو کمپاين یې پيل کړی دی.

Khost police pictures 4

دوی وايي، تردې دمه یې ګڼ شمېر سپکې وسلې نيولي، د تورو ښيښو لرونکو موټرو ښیښې یې پاکې کړي او له قانون څخه سرغړونکو ته یې سزا ورکړې ده. 

دغه کمپاین د خوست ولایت د امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت په لارښوونه په ښار کې د عامه نظم د ټینګښت او ناقانونه کړنو د مخنيوي په موخه پیل شوی دی.  

د چارواکو په خبره، ددې کمپاين په ترڅ کې پولیسو د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۹۰ موټرو تورې ښیښې پاکې کړي، لسګونه ناقانونه انتنونه، اسناد او سپکې وسلې له بېلابېلو موټرو څخه راټول شوي دي.  

د خوست امنيه قوماندان جنرال  فيض الله غيرت وويل: "دغه کمپاین په بریالیتوب سره پر مخ روان دی، موږ به هیچا ته د تورو ښيښو موټرو او ناقانونه وسلو د ګرځولو اجازه ورنه کړو. دا ډول کارونه په ښار کې خلکو ته سرخوږی پيدا کوي او ترهګرو ته د ورانکارو فعاليتونو زمينه برابروي." 

نوموړي له ټولو موټر چلوونکو وغوښتل، چې په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي او که څوک له قانون څخه سرغړونه وکړي، له قانون څخه د سړغونې په تور به سزا ورکړل شي.  

ښاغلي غیرت وویل، چې قانون به پر ټولو يو شان پلې کيږي او خوستوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې د عامه نظم او امنيت په ټينګښت کې به امنيتي ځواکونه په تیره بیا افغان ملي پوليس د هيڅ  ډول ستړيا احساس ونکړي. 

په ورته وخت کې د خوست ښاريان د پوليسو دغه کار ستايي او وايي، که چيرې قانون پر ټولو يو شان پلې شي، په ټولنه کې به د ګډوډيو مخه ونيول شي. 

د خوست ښار یو اوسېدونکی، نور نواز وايي: "زه د پوليسو ددې کار ستاينه کوم. ټول باید د قانون درناوی وکړي. پولیس باید په ښار کې د هر ډول ناقانونه کړنو مخنیوی وکړي، چې خلکو ته ستونزې جوړوي او عامه نظم ننګوي." 

دمګړۍ خوست ولایت د سولې او امن کور دی. خوست د سولې، ثبات او امن له اړخه د هېواد په کچه هغه ولايت دی، چې اوسېدونکي او چارواکي يې په ګډه د سولې او مرکزي نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوي.